او نور كسان دي چې د الله د حكم لپاره وروسته كړى شوي دي، یا به دوى ته عذاب وركړي او یا به په دوى باندې مهرباني وكړي او الله ښه عالم، ښه حكمت والا دى (۱۰۶)
تفسیر
د تبوک له غزا پاتې کېدونکو څخه بل داسې قوم دی چې هغوی لره کوم عذر نه و، دغه کسان وروسته کړل شوي دي د هغوی په اړه د الله پرېکړې او حکم ته، چې د هغوی په اړه به د هغه څه پرېکړه وکړي چې يې وغواړي، يا به سزا ورکړي که هغه ته توبه ونه باسي، او یا به يې وبښي که توبه وباسي، الله پر هغه چا ښه پوه دی چې څوک يې د سزا وړ دي او څوک يې د بښنې، په خپل حکم او تدبير کې د حکمت څښتن دی او دغه کسان ربيع زوی د مراره، او مالک زوی د کعب او اميه زوی د هلال دي.