سوره التوبه (توبه) (آیت 108)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




9 التوبه(التوبة)، آیت ۱۰۸

لَا تَقُمْ فِيهِ أَبَدًا ۚ لَمَسْجِدٌ أُسِّسَ عَلَى التَّقْوَىٰ مِنْ أَوَّلِ يَوْمٍ أَحَقُّ أَنْ تَقُومَ فِيهِ ۚ فِيهِ رِجَالٌ يُحِبُّونَ أَنْ يَتَطَهَّرُوا ۚ وَاللَّهُ يُحِبُّ الْمُطَّهِّرِينَ 108 ١٠٨

ته په دغه (جومات) كې هیڅكله هم مه ودرېږه، یقینًا هغه جومات چې بنیاد يې له اولې ورځې نه په تقویٰ ایښودل شوى دى؛ ډېر لايق دى د دې چې ته په كې ودرېږې، په دې (جومات) كې داسې سړي دي چې ښه پاك اوسېدل خوښوي او الله ښه پاك اوسېدونكي خوښوي (۱۰۸)

تفسیر
د کوم جومات چې دا حال وي، ای پېغمبره! د منافقانو په بلنه په هغو کې لمونځ مه کوه، ځکه د قباء جومات چې له پېله یې بنسټ پر تقوا اېښودل شوی غوره دی چې ته پکښې لمونځ وکړې تر دې چې په هغه جومات کې لمونځ وکړې چې بنسټ يې پر کفر اېښودل شوی دی، د قبا په جومات کې داسې خلک دي چې دا خوښوي ترڅو له بې اودسيو او پليتيو په اوبو او له ګناهونو په توبه او استغفار ښه پاک شي، او الله له بې اودسيو، پليتيو او ګناهونو پاکوونکي خوښوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ