سوره التوبه (توبه) (آیت 109)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
9
التوبه(التوبة)، آیت ۱۰۹
أَفَمَنْ أَسَّسَ بُنْيَانَهُ عَلَىٰ تَقْوَىٰ مِنَ اللَّهِ وَرِضْوَانٍ خَيْرٌ أَمْ مَنْ أَسَّسَ بُنْيَانَهُ عَلَىٰ شَفَا جُرُفٍ هَارٍ فَانْهَارَ بِهِ فِي نَارِ جَهَنَّمَ ۗ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ
ایا نو هغه څوك چې د خپلې ابادۍ بنیاد يې د الله په تقویٰ او رضامندۍ باندې ایښى دى، غوره دى، یا هغه څوك چې د خپلې ابادۍ بنیاد يې د نړېدونكې كندې (پانډ) په غاړه ایښى دى، نو هغه د جهنم په اور كې له هغه سره ونړېږي او الله ظالم قوم ته هدایت نه كوي (۱۰۹)
تفسیر
آيا برابر دی هغه څوک چې د جومات بنسټ يې له الله څخه پر داسې وېره اېښی وي چې د هغه د امرونو پرځای کول، له نواهيوو يې ډډه کول او په ښو کړنو کې په پراخۍ يې د الله خوښي ترلاسه کول وي له هغه چا سره چې جومات يې مسلمانانو ته د زيان رسولو، د کفر د پياوړي کولو او مؤمنانو ترمنځ اختلاف پيداکولو په موخه جوړ کړی وي؟ هيڅکله دا دواړه نشي برابرېدلای، د لومړي بنسټ پياوړی، ټينګ دی چې د لوېدو وېره يې نشته، او د دغه بېلګه داسې ده لکه څوک چې ځای جوړ کړي د کندې پر غاړه؛ هغه کنده ورانه شي او هغه ځای ولويږي، هغه ودانۍ يې د دوزخ په تل کې پرې ور ونړيږي، الله هغه قوم ته توفيق نه ورکوي د کفر، نفاق او نورو کړنو له امله ظالمان وي.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: