سوره التوبه (توبه) (آیت 111)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




9 التوبه(التوبة)، آیت ۱۱۱

إِنَّ اللَّهَ اشْتَرَىٰ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ أَنْفُسَهُمْ وَأَمْوَالَهُمْ بِأَنَّ لَهُمُ الْجَنَّةَ ۚ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَيَقْتُلُونَ وَيُقْتَلُونَ ۖ وَعْدًا عَلَيْهِ حَقًّا فِي التَّوْرَاةِ وَالْإِنْجِيلِ وَالْقُرْآنِ ۚ وَمَنْ أَوْفَىٰ بِعَهْدِهِ مِنَ اللَّهِ ۚ فَاسْتَبْشِرُوا بِبَيْعِكُمُ الَّذِي بَايَعْتُمْ بِهِ ۚ وَذَٰلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ 111 ١١١

بېشكه الله له مومنانو نه د هغوى ځانونه او د هغوى مالونه اخيستي دي په بدل د دې كې چې یقینًا د دوى لپاره جنت دى، دوى د الله په لاره كې جنګ كوي، نو وژل كوي او وژلى شي، دا په تورات او انجیل او قرآن كې د هغه په ذمه حقه وعده ده او له الله نه په خپلې وعدې باندې زیات ښه وفا كوونكى (بل) څوك دى؟ نو تاسو په خپلې هغې سودا باندې ښه خوشاله شئ چې تاسو له هغه (الله) سره كړې ده او همدغه ډېر لوى برى دى (۱۱۱)

تفسیر
بېشکه الله پاک له خپل لوري د پېرزوينې په توګه له مؤمنانو يې نفسونه اخېستي دي سره له دې چې هغوی د الله ملکيت دي، په لوړه بيه جنت سره، کله چې د الله د کلمې د لوړوالي په موخه له کافرانو سره جنګيږي، کافران وژني او کافران هغوی وژني، الله په دغه سره رېښتينې ژمنه ورسره کړې ده په تورات د موسی په کتاب، انجيل د عيسی عليهما السلام په کتاب او قرآن د محمد صلی الله عليه وسلم په کتاب کې، او تر الله زيات د ژمنې پوره کوونکی نشته؛ نو خوښ او خوشحاله اوسئ ای مؤمنانو! ستاسو پر هغه بيعه چې له الله سره مو کړې ده، لويه ګټه مو پکښې کړې ده او دغه بيعه لويه بريا ده.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ