سوره التوبه (توبه) (آیت 117)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
9
التوبه(التوبة)، آیت ۱۱۷
لَقَدْ تَابَ اللَّهُ عَلَى النَّبِيِّ وَالْمُهَاجِرِينَ وَالْأَنْصَارِ الَّذِينَ اتَّبَعُوهُ فِي سَاعَةِ الْعُسْرَةِ مِنْ بَعْدِ مَا كَادَ يَزِيغُ قُلُوبُ فَرِيقٍ مِنْهُمْ ثُمَّ تَابَ عَلَيْهِمْ ۚ إِنَّهُ بِهِمْ رَءُوفٌ رَحِيمٌ
یقینًا یقینًا الله په مهربانۍ سره رجوع وكړه په خپل نبي او مهاجرو او انصارو باندې، په هغو كسانو باندې چې د تنګۍ په وخت كې يې د هغه متابعت وكړ، وروسته له دې چې قریب وه چې په دوى كې د یوې ډلې زړونه كاږه شي، بیا هغه (الله) په دوى باندې مهرباني وكړه، یقینًا هغه په دوى ډېرنرمي كوونكى، بې حده مهربان دى (۱۱۷)
تفسیر
بېشکه الله د نبي محمد صلی الله عليه وسلم توبه قبوله کړه کله يې چې منافقانو ته د تبوک له غزا د پاتې کېدو اجازه ورکړه، د هغو مهاجرو او انصارو توبه يې قبوله کړه چې د تبوک له غزا څخه نه وو پاتې شوي، بلکې هغوی د تبوک په غزا کې د سختې ګرمۍ، تنګ لاسۍ او د دښمن د زياتوالي سربېره د نبي صلی الله عليه وسلم پيروي وکړه، وروسته تردې چې نږدې و له هغوی د يوې ډلې زړونه مایل شي، د غزا د پرېښودو تکل يې کړی و، په هغې کې د لويې سختۍ له امله، بيا الله د ثابت پاتې کېدو او غزا ته د وتلو توفيق ورکړ او د هغوی توبه يې قبوله کړه، بېشکه هغه پاک ذات پر هغوی پېرزو کوونکی او مهربان دی او د هغه له لورېينې هغوی ته د توبې توفيق ورکول او له هغوی منل دي.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: