Landscape MP4 Vertical MP4

سورت التوبه — آیت 117 (پښتو) — ویډیو

التوبه • آیت نمبر 117 (ټولې 129 آيتونه) • پښتو


لَقَدْ تَابَ اللَّهُ عَلَى النَّبِيِّ وَالْمُهَاجِرِينَ وَالْأَنْصَارِ الَّذِينَ اتَّبَعُوهُ فِي سَاعَةِ الْعُسْرَةِ مِنْ بَعْدِ مَا كَادَ يَزِيغُ قُلُوبُ فَرِيقٍ مِنْهُمْ ثُمَّ تَابَ عَلَيْهِمْ ۚ إِنَّهُ بِهِمْ رَءُوفٌ رَحِيمٌ 117
ترجمه:
یقینًا یقینًا الله په مهربانۍ سره رجوع وكړه په خپل نبي او مهاجرو او انصارو باندې، په هغو كسانو باندې چې د تنګۍ په وخت كې يې د هغه متابعت وكړ، وروسته له دې چې قریب وه چې په دوى كې د یوې ډلې زړونه كاږه شي، بیا هغه (الله) په دوى باندې مهرباني وكړه، یقینًا هغه په دوى ډېرنرمي كوونكى، بې حده مهربان دى التوبه ۹:۱۱۷
تفسیر:
بېشکه الله د نبي محمد صلی الله عليه وسلم توبه قبوله کړه کله يې چې منافقانو ته د تبوک له غزا د پاتې کېدو اجازه ورکړه، د هغو مهاجرو او انصارو توبه يې قبوله کړه چې د تبوک له غزا څخه نه وو پاتې شوي، بلکې هغوی د تبوک په غزا کې د سختې ګرمۍ، تنګ لاسۍ او د دښمن د زياتوالي سربېره د نبي صلی الله عليه وسلم پيروي وکړه، وروسته تردې چې نږدې و له هغوی د يوې ډلې زړونه مایل شي، د غزا د پرېښودو تکل يې کړی و، په هغې کې د لويې سختۍ له امله، بيا الله د ثابت پاتې کېدو او غزا ته د وتلو توفيق ورکړ او د هغوی توبه يې قبوله کړه، بېشکه هغه پاک ذات پر هغوی پېرزو کوونکی او مهربان دی او د هغه له لورېينې هغوی ته د توبې توفيق ورکول او له هغوی منل دي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ التوبه • آیت 116 راتلونکې التوبه • آیت 118