Landscape MP4 Vertical MP4

سورت التوبه — آیت 118 (پښتو) — ویډیو

التوبه • آیت نمبر 118 (ټولې 129 آيتونه) • پښتو


وَعَلَى الثَّلَاثَةِ الَّذِينَ خُلِّفُوا حَتَّىٰ إِذَا ضَاقَتْ عَلَيْهِمُ الْأَرْضُ بِمَا رَحُبَتْ وَضَاقَتْ عَلَيْهِمْ أَنْفُسُهُمْ وَظَنُّوا أَنْ لَا مَلْجَأَ مِنَ اللَّهِ إِلَّا إِلَيْهِ ثُمَّ تَابَ عَلَيْهِمْ لِيَتُوبُوا ۚ إِنَّ اللَّهَ هُوَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ 118
ترجمه:
او په هغو درې كسانو باندې چې وروسته كړى شوي وو، تر دې چې په دوى باندې ځمكه، سره د هغې له ارت والي تنګه شوه او په دوى باندې خپل ځانونه (هم) تنګ شول او دوى یقین وكړ چې د الله (له عذاب) نه د پناه هېڅ ځاى نشته مګر هم ده ته دى، بیا هغه (الله) په دوى مهرباني وكړه، د دې لپاره چې دوى توبه وباسي۔، بېشكه چې الله، هم دى ښه توبه قبلوونكى، بې حده مهربان دى التوبه ۹:۱۱۸
تفسیر:
او بېشکه الله د هغو دريو توبه قبوله کړه: چې مالک زوی د کعب، ربيع زوی د مراره اميه زوی د هلال وو، دا هغه کسان وو چې له توبې قبلیدو څخه وروسته پاتې کړای شول او د هغوی توبه قبلېدل وروسته کړای شول، وروسته تردې چې له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره تبوک ته له وتلو پاتې شول؛ نو نبي صلی الله عليه وسلم خلکو ته له هغوی څخه د بېلېدلو امر وکړ، هغوی ته پر دغه، کړاو او غم ورسېد، تر دې چې ځمکه د پراخۍ سربېره پرې تنګه شوه او د رسيدلي وحشت له امله يې سينې تنګې شوې، پوه شول چې هغوی لره د پناه ځای نشته چې پناه وروړي خو يوازې الله دی، پر هغوی يې لورېينه وکړه د توبې د توفيق په ورکولو سره، بيا يې د هغوی توبه قبوله کړه، بېشکه هغه د خپلو بندګانو توبه قبلوونکی او پر هغوی مهربان دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ التوبه • آیت 117 راتلونکې التوبه • آیت 119