سوره التوبه (توبه) (آیت 123)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




9 التوبه(التوبة)، آیت ۱۲۳

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قَاتِلُوا الَّذِينَ يَلُونَكُمْ مِنَ الْكُفَّارِ وَلْيَجِدُوا فِيكُمْ غِلْظَةً ۚ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ مَعَ الْمُتَّقِينَ 123 ١٢٣

اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو له هغو كفارو سره وجنګېږئ چې تاسو ته نژدې دي او لازم ده چې دوى په تاسو كې سختي ومومي او تاسو پوه شئ چې یقینًا الله د پرهېزګارو ملګرى دى (۱۲۳)

تفسیر
الله مؤمنانو ته له هغو کافرانو سره د جنګ امر کړی دی چې له هغوی سره نېږدې دي، ځکه هغوی د مؤمنانو لپاره خطر ګرځي هغوی ته د نېږدېوالي له امله، همدارنګه يې امر ورته کړی چې ځواک او سختي ښکاره کړي د هغوی د وېرولو او شر د دفع کولو لپاره، الله تعالی په خپله مرسته او تاييد له ځان ساتونکو مؤمنانو سره دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ