سوره التوبه (توبه) (آیت 127)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




9 التوبه(التوبة)، آیت ۱۲۷

وَإِذَا مَا أُنْزِلَتْ سُورَةٌ نَظَرَ بَعْضُهُمْ إِلَىٰ بَعْضٍ هَلْ يَرَاكُمْ مِنْ أَحَدٍ ثُمَّ انْصَرَفُوا ۚ صَرَفَ اللَّهُ قُلُوبَهُمْ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لَا يَفْقَهُونَ 127 ١٢٧

او كله چې هم كوم سورت نازل كړى شي د دوى ځینې ځینو (نورو) ته وګوري چې ایا تاسو څوك ویني؟ بیا واپس شي، الله د دوى زړونه ګرځولي دي، په سبب د دې چې یقینًا دوى داسې قوم دى چې نه پوهېږي (۱۲۷)

تفسیر
کله چې الله پر خپل رسول صلی الله عليه وسلم کوم داسې سورت نازل کړي چې په هغو کې د منافقانو د حالاتو يادونه وي، له منافقانو ځينې ځينو ته په دې ويلو وګوري: آيا څوک مو ويني؟ که چېرې يې څوک ونه ويني، له مجلسه ولاړ شي، خبر اوسئ الله د هغوی زړونه له لارښوونې او ښېګڼې ګرځولي دي او هغوی يې خوار کړي دي ځکه هغوی داسې قوم دی چې نه پوهيږي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ