او كله چې هم كوم سورت نازل كړى شي د دوى ځینې ځینو (نورو) ته وګوري چې ایا تاسو څوك ویني؟ بیا واپس شي، الله د دوى زړونه ګرځولي دي، په سبب د دې چې یقینًا دوى داسې قوم دى چې نه پوهېږي التوبه ۹:۱۲۷ ⧉
تفسیر:
کله چې الله پر خپل رسول صلی الله عليه وسلم کوم داسې سورت نازل کړي چې په هغو کې د منافقانو د حالاتو يادونه وي، له منافقانو ځينې ځينو ته په دې ويلو وګوري: آيا څوک مو ويني؟ که چېرې يې څوک ونه ويني، له مجلسه ولاړ شي، خبر اوسئ الله د هغوی زړونه له لارښوونې او ښېګڼې ګرځولي دي او هغوی يې خوار کړي دي ځکه هغوی داسې قوم دی چې نه پوهيږي.