او ایا دوى نه ګوري چې یقینًا دوى هر كال یو ځله، یا دوه ځله ازمايلى شي، بیا نه دوى توبه وباسي او نه دوى نصیحت اخلي التوبه ۹:۱۲۶ ⧉
تفسیر:
آيا منافقانو د الله لخوا په ازموينه د پند اخېستونکو په توګه ونه کتل چې په کال کې يې يو يا دوه ځلې حال بربنډیږي؟! بيا پر دې د پوهېدو سربېره چې الله پر هغوی د دغه څه کوونکی دی هغه ته له خپل کفره توبه نه وباسي، له خپل نفاقه نه لاس په سر کيږي او نه له دې پند اخلي چې پر هغوی څه راغلل او هغه د الله لخوا وو.