ولې تاسو له داسې قوم سره نه جنګیږئ چې هغوى خپل قسمونه مات كړي دي او د رسول د وېستلو اراده يې كړې ده، حال دا چې هم دوى په تاسو شروع كړې ده اول ځلې! ایا تاسو له دوى نه وېرېږئ، نو الله تر ټولو زیات حق دار دى د دې چې له هغه نه ووېرېږئ، كه تاسو مومنان یئ (۱۳)
تفسیر
ولې نه جنګیږئ-ای مومنانو-د هغه قوم سره چې خپل لوظونه یې مات کړي دي او کوشش یې کړی د خلکو د راجمع کولو په کور دجرګه کې لپاره د شړلو د رسول الله-صلی الله علیه وسلم- د مکې نه او حال دا دی چې د جنګ لومړی برید هغوی پر تاسې کړی دی هغه مهال کله چې د بکر قبیلې یې مرسته کړې وه چې دا د قریشو ګوندي ماران وو د خزاعوو په مقابله کې چې دا د رسول الله-صلی الله علیه وسله-همتړوني وو آیاتاسو ویریږئ چې د هغو جنګ ته نه وړاندې کیږئ؟ الله سبحانه ډیر حقدار دی چې ورڅخه ويیریږئ که په ریښتیا مؤمنان یاست.