سوره التوبه (توبه) (آیت 14)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




9 التوبه(التوبة)، آیت ۱۴

قَاتِلُوهُمْ يُعَذِّبْهُمُ اللَّهُ بِأَيْدِيكُمْ وَيُخْزِهِمْ وَيَنْصُرْكُمْ عَلَيْهِمْ وَيَشْفِ صُدُورَ قَوْمٍ مُؤْمِنِينَ 14 ١٤

له دوى سره وجنګیږئ، الله به دوى لره ستاسو په لاسونو عذاب وركړي او دوى به رسوا كړي او د دوى په مقابل كې به ستاسو مدد وكړي او د مومنو خلقو سینو ته به شفا وركړي (۱۴)

تفسیر
وجنګیږئ - ای مومنانو- له دغو مشرکانو سره بیشکه که تاسو د دوی سره جنګ شروع کړ الله تعالی عذاب ورکوي دوی ته ستاسو په لاسونو په سبب د قتلولو ستاسو دوی لره او الله شرموي هغوی په ماتې خوړلو او بندي کېدلو او ستاسو مرسته کوي تاسو ته پر هغوی په غلبه درکولو او هغه مومنان چې جنګ ته نه وي حاضر شوي د هغوی د سینو ناروغتیا به ښه شي په وژلو، بندي کولو او دښمن ته په ماتې ورکولو سره او د ښمن په وړاندې د مؤمنانو په مرسته کولو سره.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ