او د هغوى د زړونو غصه به لرې كړي او الله چې په چا وغواړي په رحمت سره رجوع كوي او الله ښه پوه، ښه حكمت والا دى (۱۵)
تفسیر
او الله تعالی به د خپلو مومنو بنده ګانو غصه سړه کړي د هغه مدد په سبب چې حاصل شوی ورته د دښمن به مقابل کې او الله تعالی به توبه قبوله کړي چاته یې چې خوښه شي د دې ضدیانو نه، که توبه یې وایسته لکه څنګه چې وشو د مکې د فتحې په ورځ ځینو ایمان راوړ او الله پوه دی په ریښتونی توبه کوونکي د دوی او حکمت والا دی پخپل مخلوق او تدبیر او قانون کې.