سوره التوبه (توبه) (آیت 19)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




9 التوبه(التوبة)، آیت ۱۹

أَجَعَلْتُمْ سِقَايَةَ الْحَاجِّ وَعِمَارَةَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ كَمَنْ آمَنَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَجَاهَدَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ ۚ لَا يَسْتَوُونَ عِنْدَ اللَّهِ ۗ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ 19 ١٩

ایا تاسو حاجیانو ته اوبه وركول او د مسجد حرام ابادول د هغه چا (د ایمان) په شان ګرځولي دي چې په الله او په ورځ د اخرت يې ایمان راوړى دى او د الله په لاره كې يې جهاد كړى دى، دوى د الله په نیز برابر نه دي او الله ظالم قوم ته هدایت نه كوي (۱۹)

تفسیر
آیا ګرځوئ تاسو-ای مشرکانو-هغه څوک چې هغه حاجیانو ته اوبه ورکوي او مسجدحرام جوړوي په شان د هغه چا چې ایمان یې راوړی په الله او د هغه سره یې هیڅوک نه دی شریک کړی او ایمان یې راوړی په ورځ د قیامت او جهاد یې کړی پخپل ځان او مال باندې ددې لپاره چې د الله کلمه اوچته شي او د هغه کسانو چې کفر یې کړی د هغوي کلمه ښکته شي، آیا تاسو دوی یو شان ګرځوئ په غوره والی کې دالله په نیز؟!دوی هیڅکله برابرنه دي د الله په نیز الله توفیق نه ورکوي ظالمانو مشرکانو ته اګر که بعضې د خیر کارونه هم کوي لکه حاجیانوته اوبه ورکول.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ