بیا به الله له دې نه بعد (په رحمت سره) رجوع وكړي په هغه چا چې يې وغواړي او الله ډېر بخښونكى، ښه حكمت والا دى (۲۷)
تفسیر
بیا بیشکه څوک چې توبه وباسي د خپل کفر او ګمراهۍ نه وروسته ددې عذاب نه بیشکه الله تعالی ورباندې رجوع د خپل رحمت له مخې کوي او الله یې توبه قبلوي او الله بخښوونکی دی چې څوک ورته راګرځي د خپلو بنده ګانو نه او همیشه رحم کوونکی دی په بنده ګانوځکه چې توبه یې قبلوي وروسته د کفر او ګناهونو نه.