سوره التوبه (توبه) (آیت 28)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




9 التوبه(التوبة)، آیت ۲۸

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّمَا الْمُشْرِكُونَ نَجَسٌ فَلَا يَقْرَبُوا الْمَسْجِدَ الْحَرَامَ بَعْدَ عَامِهِمْ هَٰذَا ۚ وَإِنْ خِفْتُمْ عَيْلَةً فَسَوْفَ يُغْنِيكُمُ اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ إِنْ شَاءَ ۚ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ حَكِيمٌ 28 ٢٨

اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! په رښتیا هم دا خبره ده چې مشركان نجس دي، نو مسجد حرام ته دې له خپل دې كال نه وروسته نه نژدې كېږي او كه تاسو له كومې غریبۍ نه وېرېږئ، نو ژر به الله تاسو له خپله فضله غنیان كړي، كه هغه وغواړي، بېشكه الله ښه پوه، ښه حكمت والا دى (۲۸)

تفسیر
ای هغه کسانو چې ایمان مو راوړی په الله او د هغه په رسول اوتابعداري مو کړې د هغه دین چې دې رسول راوړی یقینا مشرکان پلیت دي لدې امله چې په دوی کې کفر ظلم بدا خلاقي او ناوړه عادتونه دي، نو مکي حرم ته به دوی نه داخلیږي او د دې په شمول کې به ټول مسجدحرام ته نه داخلیږي اګر که دوی حج او عمرې ته هم راځي(نه به یې پریږدئ) د دې کال نه وروسته چې هغه نهم کال د هجرت دی او که تاسو ویریږئ-ای مومنانو-د فقر نه په دې وجه چې دوی خوراکي مواد او یانور مختلف تجارتونه تاسو ته راجلبوي(هغې ته به صدمه ورسیږي)پس بیشکه ژر دی چې الله به کافي شي تاسو ته دخپل فضل نه که یې وغواړي بیشکه الله همیشه ستاسو په حال پوه دی او دحکمت و الا دی په هغه تدبیر کې چې کوي یې ستاسو لپاره.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ