دوى خپل عالمان او خپل عابدان له الله نه غیر خدایان نیولي دي او د مریمې زوى مسیح (يې هم)، حال داچې دوى ته حكم نه و شوى مګر د دې چې دوى دې د یو حق معبود عبادت كوي چې نشته هېڅ حق معبود مګر همدى دى، هغه پاك دى له هغه څه نه چې دوى يې (ورسره) شریكوي (۳۱)
تفسیر
يهودو او نصاراوو خپل علما له الله پرته داسې پالونکي معبودان وګرځول چې هغوی لره هغه څه روا کوي کوم چې الله پرې ناروا کړي دي او هغه څه پرې ناروا کوي چې الله ورته روا کړي دي، نصاراو مسيح عيسی د مريم زوی له الله سره معبود وګرځاوه، الله د يهودو او نصاراو علماو ته او همدارنګه عزیر او عيسی د مريم زوی ته يوازې دا امر کړی و چې يوازې د الله عبادت وکړي او هيڅوک ورسره شريک نه کړي، همغه پاک ذات يوازې دی، له هغه پرته پر حقه معبود نشته، له هغه څه پاک او سپېڅلی دی چې شريک دې ولري، لکه څنګه چې دغه مشرکان او نور وايي.