سوره التوبه (توبه) (آیت 34)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




9 التوبه(التوبة)، آیت ۳۴

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّ كَثِيرًا مِنَ الْأَحْبَارِ وَالرُّهْبَانِ لَيَأْكُلُونَ أَمْوَالَ النَّاسِ بِالْبَاطِلِ وَيَصُدُّونَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ ۗ وَالَّذِينَ يَكْنِزُونَ الذَّهَبَ وَالْفِضَّةَ وَلَا يُنْفِقُونَهَا فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَبَشِّرْهُمْ بِعَذَابٍ أَلِيمٍ 34 ٣٤

اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! بېشكه ډیر عالمان (د یهودیانو) او عابدان (د نصرانیانو) د خلقو مالونه په باطلې طریقې سره یقینًا خوري او د الله له لارې نه (خلق) منع كوي، او هغه كسان چې سره زر اوسپین زر خزانه كوي او هغه د الله په لاره كې نه لګوي، نو دوى ته د ډېر دردوونكي عذاب زېرى وركړه (۳۴)

تفسیر
ای هغه کسانو چې ایمان یې راوړی دی، او په هغه شریعت یې عمل کړی کوم چې الله تعالی رالېږلی، بیشکه د یهودو او عیسویانو ډېر عالمان د خلکو مالونه په غیر شرعي ډول اخلي، د رشوت (بډې) او داسې نورو په بڼه، او خلک د الله په دین کې د داخلېدو څخه منع کوي، او هغه کسان چې را ټولوي سره او سپین زر، او واجب شوی زکات نه پرې کوي، نو -ای پېغمبره- ته ورته د قیامت د ورځې د بد او دردونکي عذاب خبر ورکړه.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ