سوره التوبه (توبه) (آیت 42)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




9 التوبه(التوبة)، آیت ۴۲

لَوْ كَانَ عَرَضًا قَرِيبًا وَسَفَرًا قَاصِدًا لَاتَّبَعُوكَ وَلَٰكِنْ بَعُدَتْ عَلَيْهِمُ الشُّقَّةُ ۚ وَسَيَحْلِفُونَ بِاللَّهِ لَوِ اسْتَطَعْنَا لَخَرَجْنَا مَعَكُمْ يُهْلِكُونَ أَنْفُسَهُمْ وَاللَّهُ يَعْلَمُ إِنَّهُمْ لَكَاذِبُونَ 42 ٤٢

كه هغه، نژدې سامان او منځنى سفر وى (، نو) دوى به لازمًا ستا متابعت كړى و او لېكن په دوى باندې فاصله لرې پرېوته (نو ځكه يې نافرماني وكړه) او ژر به دوى په الله قسمونه خوري كه زمونږ طاقت وى (، نو) ضرور به له تاسو سره وتلي وو، دوى خپل ځانونه هلاكوي او الله پوهېږي چې بېشكه دوى یقینًا دروغجن دي (۴۲)

تفسیر
که چېرې هغه منافقان چې تاسو څخه د جهاد د نه تللو اجازه اخلي تاسو راوبلئ آسانه غنیمت او بې مشقته سفر ته نو خامخا به دوی ستا پېروي وکړي -ای پېغمبره- لیکن پر دوی باندې هغه مسافه ډېره لرې شوې ده د کومې پرې کولو ته چې تا را بللي وو چې دښمن خوا ته وه نو دوی شاته شول، او زر دی چې په الله تعالی به دوی قسمونه خوري او تاته به وایي: که چېرې مونږ تاسو سره جهاد ته د وتلو وس درلودلای نو هرومرو به وتلی وای، دوی خپل ځانونه د الله تعالی عذاب ته په وړاندې کیدلو هلاکوي دا چې دوی شاته پاتې کېږي، او د دروغو قسمونه خوري، او الله تعالی ډېر ښه پوهېږي چې دوی په خپله دعوه او پدې قسمونو کې دروغجن دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ