له تا نه هغه كسان اجازت نه غواړي چې په الله او د اخرت په ورځ ایمان لري له دې نه چې په خپلو مالونو او خپلو ځانونو سره جهاد وكړي او الله په پرهېزګارانو ښه عالم دى (۴۴)
تفسیر
په الله تعالی او دقیامت په ورځ باندې ریښتینې ایمان لرونکو مومنانو د شان سره نه ښایي چې تا څخه اجازه وغواړي -ای پېغمبره- د دې خبرې چې د الله تعالی په لار کې په مال او ځانونو باندې د جهاد کولو څخه شاته شي، بلکه دوی سره ښایي چې جهاد ته ووځي کله چې ترې غوښتنه د وتلو وشي، او په مالونو او ځانونو باندې جهاد وکړي، او الله تعالی پوه دی په هغو پرهېزګارانو بندګانو باندې چې له تا څخه اجازه نه غواړي مګر د داسې عذر له چې دوی له وتلو څخه منع کوي.