سوره التوبه (توبه) (آیت 45)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




9 التوبه(التوبة)، آیت ۴۵

إِنَّمَا يَسْتَأْذِنُكَ الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَارْتَابَتْ قُلُوبُهُمْ فَهُمْ فِي رَيْبِهِمْ يَتَرَدَّدُونَ 45 ٤٥

له تا نه اجازت يواځې هغه كسان غواړي چې په الله او د اخرت په ورځ ایمان نه لري او د هغوى زړونه شكمن شوي دي، نو دوى په خپل شك كې حیرانه سرګردانه دي (۴۵)

تفسیر
-ای پېغمبره- بېشکه هغه کسان چې له تا څخه د الله په لار کې د جهاد کولو څخه د شاته پاتې کیدلو اجازه غواړي همدوی منافقان دي چې په الله تعالی او د قیامت په ورځ باور نه لري، او د دوی په زړونو کې د الله تعالی د دین په اړه شک دی، نو دوی په خپل شک کې ګډوډ او حیران دي، چې حق خوا ته لار نه مومي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ