سوره التوبه (توبه) (آیت 47)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




9 التوبه(التوبة)، آیت ۴۷

لَوْ خَرَجُوا فِيكُمْ مَا زَادُوكُمْ إِلَّا خَبَالًا وَلَأَوْضَعُوا خِلَالَكُمْ يَبْغُونَكُمُ الْفِتْنَةَ وَفِيكُمْ سَمَّاعُونَ لَهُمْ ۗ وَاللَّهُ عَلِيمٌ بِالظَّالِمِينَ 47 ٤٧

كه دوى په (لښكر د) تاسو كې وتلي وى (، نو) دوى به تاسو ته نه و زیات كړى (هیڅ شى) مګر شر او ضرور به دوى ستاسو په مینځ كې (د خرابۍ او چغلۍ لپاره) چابكي كړې وه، په داسې حال كې چې دوى به تاسو لپاره فتنه لټوله او په تاسو كې د هغوى لپاره څه جاسوسان هم شته او الله په ظالمانو ښه پوه دى (۴۷)

تفسیر
بهتره دا ده چې دا منافقان له تاسو سره ونه وځي، ځکه که دوی له تاسو سره ووځي نو ورانکاري به در زیاته کړي ستاسو په ناکامولو او ستاسو زړونو کې د شبهو اچولو باندې، او ستاسو په لیکو کې به د چغل خورۍ هڅې کول ستاسې د بیلتون او تفرقې اچولو په موخه، او -ای مومنانو- ستاسو په منځ کې داسې کسان شته چې د دوی دروغو ته غوږ نیسي، او بیا یې مني او خپروي یې، نو ستاسو تر منځ ترې اختلاف پېدا کېږي، او الله تعالی د منافقانو دا ظالمان ښه پېژني کوم چې د مومنانو په منځ کې دسیسې او شکونه اچوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ