سوره التوبه (توبه) (آیت 48)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




9 التوبه(التوبة)، آیت ۴۸

لَقَدِ ابْتَغَوُا الْفِتْنَةَ مِنْ قَبْلُ وَقَلَّبُوا لَكَ الْأُمُورَ حَتَّىٰ جَاءَ الْحَقُّ وَظَهَرَ أَمْرُ اللَّهِ وَهُمْ كَارِهُونَ 48 ٤٨

یقینًا یقینًا دوى له دې نه مخكې فتنه (خرابي) لټولې وه او تا ته يې ټول كارونه (په حیلو او دسیسو سره) اړولي وو، تر دې چې حق راغى او د الله حكم څرګند (او غالب) شو، په داسې حال كې چې دوى بدګڼونكي وو (۴۸)

تفسیر
دا منافقان ډېر حرص کوي چې د مومنانو وینا سره بیله کړي او ورانکاری وکړي، او د دوی کارونه سره وپاشي د تبوک د غزا څخه مخکې، او کارونه یې درته ډول ډول وویشل او وایې ړول په ګڼو تدبیرونو او حیلو سره -ای پېغمبره- ښایي چې د دوی حېلې او چلونه د جهاد په اړه ستا په هوډ اغېز وکړي، تر دې چې د الله مرسته او تایید تا سره مل شو، او الله تعالی خپل دین ته غلبه ورکړه، او دښمنان یې مغلوبه شول، په داسې حال کې چې دوی بد ګڼل؛ ځکه چې دوی خوښولو چې باطل به په حق بر لاسی شي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ