سوره التوبه (توبه) (آیت 4)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




9 التوبه(التوبة)، آیت ۴

إِلَّا الَّذِينَ عَاهَدْتُمْ مِنَ الْمُشْرِكِينَ ثُمَّ لَمْ يَنْقُصُوكُمْ شَيْئًا وَلَمْ يُظَاهِرُوا عَلَيْكُمْ أَحَدًا فَأَتِمُّوا إِلَيْهِمْ عَهْدَهُمْ إِلَىٰ مُدَّتِهِمْ ۚ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُتَّقِينَ 4 ٤

مګر په مشركانو كې هغه كسان چې تاسو ورسره عهد كړى دى، بیا هغوى تاسو ته هېڅ شى نقصان نه دى دررسولى او نه يې ستاسو په مقابل كې د هیچا مدد كړى دى، نو هغوى ته خپل عهد د هغوى د مودې پورې پوره كړئ، بېشكه الله (له بدعهدۍ نه) ځان ساتونكي خوښوي (۴)

تفسیر
مګر هغه کسان چې تاسو ورسره وعده کړې د مشرکانو نه او پوره والی یې کړی تاسو سره په وعده اونقصان یې ندی کړی پخپله وعده کې زره بره، پس دوی مستثنی دي د مخکني حکم نه، پوره کړئ د هغوی سره وفاپه لوظ تر دې چې اخر ته ورسيږي نیټه د وعدې بیشکه الله مینه کوي د پرهیزګارانو سره په منلو د الهي احکامو چې د هغې له جملې څخه یو په وعده پوره والی دی او په ځان ژغورلو د الله د منعه کړای شوو کارونو نه چې یو له هغې نه خیانت دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ