Landscape MP4 Vertical MP4

سورت التوبه — آیت 4 (پښتو) — ویډیو

التوبه • آیت نمبر 4 (ټولې 129 آيتونه) • پښتو


إِلَّا الَّذِينَ عَاهَدْتُمْ مِنَ الْمُشْرِكِينَ ثُمَّ لَمْ يَنْقُصُوكُمْ شَيْئًا وَلَمْ يُظَاهِرُوا عَلَيْكُمْ أَحَدًا فَأَتِمُّوا إِلَيْهِمْ عَهْدَهُمْ إِلَىٰ مُدَّتِهِمْ ۚ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُتَّقِينَ 4
ترجمه:
مګر په مشركانو كې هغه كسان چې تاسو ورسره عهد كړى دى، بیا هغوى تاسو ته هېڅ شى نقصان نه دى دررسولى او نه يې ستاسو په مقابل كې د هیچا مدد كړى دى، نو هغوى ته خپل عهد د هغوى د مودې پورې پوره كړئ، بېشكه الله (له بدعهدۍ نه) ځان ساتونكي خوښوي التوبه ۹:۴
تفسیر:
مګر هغه کسان چې تاسو ورسره وعده کړې د مشرکانو نه او پوره والی یې کړی تاسو سره په وعده اونقصان یې ندی کړی پخپله وعده کې زره بره، پس دوی مستثنی دي د مخکني حکم نه، پوره کړئ د هغوی سره وفاپه لوظ تر دې چې اخر ته ورسيږي نیټه د وعدې بیشکه الله مینه کوي د پرهیزګارانو سره په منلو د الهي احکامو چې د هغې له جملې څخه یو په وعده پوره والی دی او په ځان ژغورلو د الله د منعه کړای شوو کارونو نه چې یو له هغې نه خیانت دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ التوبه • آیت 3 راتلونکې التوبه • آیت 5