Landscape MP4 Vertical MP4

سورت التوبه — آیت 3 (پښتو) — ویډیو

التوبه • آیت نمبر 3 (ټولې 129 آيتونه) • پښتو


وَأَذَانٌ مِنَ اللَّهِ وَرَسُولِهِ إِلَى النَّاسِ يَوْمَ الْحَجِّ الْأَكْبَرِ أَنَّ اللَّهَ بَرِيءٌ مِنَ الْمُشْرِكِينَ ۙ وَرَسُولُهُ ۚ فَإِنْ تُبْتُمْ فَهُوَ خَيْرٌ لَكُمْ ۖ وَإِنْ تَوَلَّيْتُمْ فَاعْلَمُوا أَنَّكُمْ غَيْرُ مُعْجِزِي اللَّهِ ۗ وَبَشِّرِ الَّذِينَ كَفَرُوا بِعَذَابٍ أَلِيمٍ 3
ترجمه:
او د حج اكبر په ورځ د الله او د هغه د رسول له جانبه ټولو خلقو ته (دا) اعلان (او خبرتیا) دى چې بېشكه الله او د هغه رسول له مشركانو نه بیزاره دى، نو كه تاسو توبه وباسئ، نو دا تاسو لپاره ډېر غوره دي او كه تاسو مخ وګرځوئ، نو پوه شئ چې یقینًا تاسو الله لره عاجزه كوونكي نه یئ او هغو كسانو ته چې كافران شوي دي د ډېر دردوونكي عذاب زېرى وركړه التوبه ۹:۳
تفسیر:
د الله له طرفه خبرداری دی او د رسول الله-صلی الله علیه وسلم- له طرفه هم دی ټولو خلکو ته دحلالې په ورځ(دلوی اخترورځ)چې بیشکه الله تعالی بیزاره دی د مشرکینو نه او همدارنګه د الله تعالی رسول هم ورڅخه بیزاره دی که توبه مو وایسته-ای مشرکینو-دشرک څخه نوتوبه درته ډیره بهتره ده او که دتوبې څخه مو مخ واړاوه نو یقین ولرئ چې بیشکه هیڅکله دالله څخه خلاصیدای نه شئ او هیڅکله یې د عذاب څخه بچکیدای نه شئ اوخبرورکړه-ای پیغمبره-هغه کسانوته چې کافرشوي په الله په هغه شي چې بد به وي د هغوی لپاره او هغه لوی دردوونکی عذاب دی چې د دوی انتظارکوي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ التوبه • آیت 2 راتلونکې التوبه • آیت 4