سوره التوبه (توبه) (آیت 52)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




9 التوبه(التوبة)، آیت ۵۲

قُلْ هَلْ تَرَبَّصُونَ بِنَا إِلَّا إِحْدَى الْحُسْنَيَيْنِ ۖ وَنَحْنُ نَتَرَبَّصُ بِكُمْ أَنْ يُصِيبَكُمُ اللَّهُ بِعَذَابٍ مِنْ عِنْدِهِ أَوْ بِأَيْدِينَا ۖ فَتَرَبَّصُوا إِنَّا مَعَكُمْ مُتَرَبِّصُونَ 52 ٥٢

ته (دوى ته) ووایه: تاسو زمونږ په باره كې انتظار نه كوئ مګر په دوو تر ټولو غوره څیزونو كې د یو څیز، او مونږ ستاسو په باره كې انتظار كوو د دې چې الله تاسو ته عذاب درورسوي له خپل جانب نه، یا زمونږ په لاسونو سره، پس تاسو انتظار كوئ، بېشكه مونږ هم له تاسو سره انتظار كوونكي یو (۵۲)

تفسیر
ته دوی ته ووایه -ای پېغمبره-: آیا تاسو د دې انتظار کوئ چې مونږ ته بریا یا شهادت په برخه شي؟! او مونږ د دې انتظار کوو چې الله تعالی پر تاسو باندې له خپل خوا څخه عذاب را نازل کړي او هلاک مو کړي او یا دا چې زمونږ پر لاسونو عذاب درکړي چې مونږ مو ووژنو او بندیان مو کړو، که چېرته مونږ ته ستاسو د وژلو اجازه راکړي، نو تاسو زمونږ د برخلیک انتظار کوئ مونږ ستاسو د برخلیک انتظار کوو.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ