نو تا دې په تعجب كې وانه چوي د دوى مالونه او نه د دوى اولادونه، همدا خبره ده چې الله غواړي چې دوى ته په دغو (څیزونو) سره په دنيايي ژوند كې عذاب وركړي او د دوى روحونه په داسې حال كې ووځي چې دوى كافران وي (۵۵)
تفسیر
تا دې په تعجب کې نه اچوي -ای پېغمبره- د منافقانو مالونه او اولادونه، او مه یې ډېر ښه بوله، ځکه چې د دوی د مالونو او اولادونو برخلیک ډېر بد دی، او الله تعالی به ترې دوی لپاره عذاب جوړ کړي په خوارۍ او ستړیا سره چې تر لاسه کوي یې، او په سبب د هغه څه چې نازلېږي کوم مصیبتونه پر دوی باندې، تر دې چې الله تعالی به د دوی روحونه د کفر په حالت کې وباسي، او په تل به د دوزخ په ښکته طبقه کې عذاب ورکول کېږي.