سوره التوبه (توبه) (آیت 56)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
9
التوبه(التوبة)، آیت ۵۶
وَيَحْلِفُونَ بِاللَّهِ إِنَّهُمْ لَمِنْكُمْ وَمَا هُمْ مِنْكُمْ وَلَٰكِنَّهُمْ قَوْمٌ يَفْرَقُونَ
او دوى په الله قسمونه خوري چې بېشكه دوى یقینًا له تاسو ځنې دي، حال دا چې دوى له تاسو څخه نه دي او لېكن دوى داسې قوم دى چې وېرېږي (۵۶)
تفسیر
او منافقان تاسو ته قسمونه خوري -ای مومنانو- په دروغو سره: چې له تاسو څخه دي، او دوی په داخل (باطن) کې له تاسو څخه نه دي، اګر که دوی له تاسو څخه ځانونه ښکاره کوي، بلکه دوی داسې یو قوم دی چې وېرېږي چې داسې څه پرې نازل نه شي کوم چې په مشرکانو نازل شوي چې وژل او غلامان ګرځول دي، نو دوی د وېرې له امله اسلام ښکاره کوي.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: