سوره التوبه (توبه) (آیت 58)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




9 التوبه(التوبة)، آیت ۵۸

وَمِنْهُمْ مَنْ يَلْمِزُكَ فِي الصَّدَقَاتِ فَإِنْ أُعْطُوا مِنْهَا رَضُوا وَإِنْ لَمْ يُعْطَوْا مِنْهَا إِذَا هُمْ يَسْخَطُونَ 58 ٥٨

او په دوى كې ځینې هغه څوك دي چې د صدقاتو (د تقسیم) په باره كې په تا عیب لګوي، نو كه دوى ته له دې (صدقاتو) نه (څه) وركړى شي (نو) راضي كېږي او كه له دې نه ورته څه ورنه كړى شي (نو) سمدستي هماغه وخت غصه كېږي (۵۸)

تفسیر
له منافقانو څخه ځینې هغه دي چې تا تورنوي -ای پېغمبره- د صدقو په ویشلو کې، کله چې دوی ته هغه څه ونه رسي کوم چې دوی غواړي، نو که چېرې ته ورته هغه څه ورکړې چې دوی یې غواړي نو خوشاله شي، او که هغه څه ورنکړې چې دوی یې غواړي نو نا خوښي څرګندوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ