سوره التوبه (توبه) (آیت 65)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




9 التوبه(التوبة)، آیت ۶۵

وَلَئِنْ سَأَلْتَهُمْ لَيَقُولُنَّ إِنَّمَا كُنَّا نَخُوضُ وَنَلْعَبُ ۚ قُلْ أَبِاللَّهِ وَآيَاتِهِ وَرَسُولِهِ كُنْتُمْ تَسْتَهْزِئُونَ 65 ٦٥

او قسم دى كه ته له دوى نه پوښتنه وكړې (، نو) خامخا به وايي: مونږ خو يواځې مشغولتیا او لوبې كولې، ته (ورته) ووایه: ایا تاسو په الله او د هغه په ایتونو او د هغه په رسول پورې استهزا او مسخرې كولې؟ (۶۵)

تفسیر
او که چېرې ته پوښتنه وکړې -ای پېغمبره- له دې منافقانو څخه د نیوکو او مومنانو ته د ښکنځلو کولو چې دوی کړې پس له دې چې تا الله تعالی خبر کړي نو دوی به وایي: مونږ په داسې خبرو کې بوخت وو چې ټوکې مو کولې، او مونږ ريښتوني نه وو، ته ورته ووایه -ای پېغمبره-: آیا په الله تعالی او د هغه پر آیاتونو او پېغمبر پورې تاسو ټوکې کولې؟!.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ