سوره التوبه (توبه) (آیت 68)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




9 التوبه(التوبة)، آیت ۶۸

وَعَدَ اللَّهُ الْمُنَافِقِينَ وَالْمُنَافِقَاتِ وَالْكُفَّارَ نَارَ جَهَنَّمَ خَالِدِينَ فِيهَا ۚ هِيَ حَسْبُهُمْ ۚ وَلَعَنَهُمُ اللَّهُ ۖ وَلَهُمْ عَذَابٌ مُقِيمٌ 68 ٦٨

الله له منافقو سړیو او منافقو ښځو او (ټولو) كفارو سره د جهنم د اور وعده كړې ده، په داسې حال كې چې دوى به په هغه كې تل ترتله وي، همدغه د دوى لپاره بس دى او الله په دوى لعنت كړى دى او د دوى لپاره تل (دايمي) عذاب دى (۶۸)

تفسیر
الله تعالی د منافقانو او کافرانو سره که چېرې توبه و نه باسي د دې ژمنه کړې ده چې دوی به د دوزخ اور کې ننباسي، چې تل به هملته وي، همدا عذاب ورته بس دی، او الله تعالی له خپلې لورینې څخه شړلي دي، او دوی لپاره دائمي او روان عذاب دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ