سوره التوبه (توبه) (آیت 69)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




9 التوبه(التوبة)، آیت ۶۹

كَالَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ كَانُوا أَشَدَّ مِنْكُمْ قُوَّةً وَأَكْثَرَ أَمْوَالًا وَأَوْلَادًا فَاسْتَمْتَعُوا بِخَلَاقِهِمْ فَاسْتَمْتَعْتُمْ بِخَلَاقِكُمْ كَمَا اسْتَمْتَعَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ بِخَلَاقِهِمْ وَخُضْتُمْ كَالَّذِي خَاضُوا ۚ أُولَٰئِكَ حَبِطَتْ أَعْمَالُهُمْ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ ۖ وَأُولَٰئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ 69 ٦٩

(اى منافقانو! تاسو یئ) په شان د هغو كسانو چې له تاسو نه مخكې وو، هغوى له تاسو نه د قوت په لحاظ ډېر سخت وو او د مالونو او اولادونو په لحاظ سره ډېر زیات وو، نو هغوى له خپلې برخې نه فايده واخيستله، بیا تاسو له خپلې برخې نه فايده واخيستله، لكه څنګه چې هغو كسانو د خپلې برخې نه فايده اخيستې وه چې له تاسو نه مخكې وو او تاسو هم په باطلو خبرو كې ښه داخل شوئ په شان د هغه (داخلېدلو) چې هغوى داخل شوي وو، دغه كسان (چې دي) د دوى عملونه په دنیا او اخرت كې برباد شول او همدغه كسان تاوانیان دي (۶۹)

تفسیر
تاسو -ای د منافقانو ډلې- په کفر او ټوکو کې د مخکینیو دروغجنو امتونو په څېر یاست، هغوی له تاسو څخه زیات توان شتمنۍ او اولاد لرونکي وو، نو له خپلې لیکل شوې برخې چې د دنیا خوندونه او شهوتونه دي ګټه واخیسته، او تاسو هم -ای منافقانو- له خپلې ټاکلې شوې برخې څخه د مخکینو دروغجنو امتونو په څېر ګټه واخیسته، او د حق په دروغجن کولو او پېغمبر علیه السلام تورنولو کې د هغوی په څېر ور ننوتلۍ لکه څرنګه چې هغوی په دروغو او پېغمبرانو تورنولو کې ننوتي وو، همدا د بدو صفاتو خاوندان هغه خلک دي چې کړنې یې بربادې دي د الله تعالی په نزد د کفر له کبله، او همدوی زیانمن دي چې خپل ځانونه یې زیانمن کړي او هلاکت ته یې وړاندې کړې دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ