سوره التوبه (توبه) (آیت 6)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




9 التوبه(التوبة)، آیت ۶

وَإِنْ أَحَدٌ مِنَ الْمُشْرِكِينَ اسْتَجَارَكَ فَأَجِرْهُ حَتَّىٰ يَسْمَعَ كَلَامَ اللَّهِ ثُمَّ أَبْلِغْهُ مَأْمَنَهُ ۚ ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لَا يَعْلَمُونَ 6 ٦

او كه په مشركانو كې یو تن له تا نه امان (پناه) وغواړي، نو هغه ته امان وركړه تر هغه پورې چې هغه د الله كلام واوري، بیا هغه خپل د امن ځاى (وطن) ته ورسوه، دا په سبب د دی چې یقینًا دوى داسې قوم دى چې نه پوهېږي (۶)

تفسیر
که چیرته داخلیده یو مشرک چې مال او وینه یې روا وه او امن یې غوښته-ای پیغمبره- نوغوښتنه یې ومنه تردې چې قران واوري او بیا یې ورسوه هغه ځای ته چې هلته دا په امن کې شي دا پدې وجه چې کافران داسې قوم دی چې نه پوهیږي په حقیقت ددې دین، پس کله چې وپوهیږي په حقیقت ددې دین د قران د اوریدلو نه، کیدی شي چې سمه لار ومومي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ