سوره التوبه (توبه) (آیت 75)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




9 التوبه(التوبة)، آیت ۷۵

وَمِنْهُمْ مَنْ عَاهَدَ اللَّهَ لَئِنْ آتَانَا مِنْ فَضْلِهِ لَنَصَّدَّقَنَّ وَلَنَكُونَنَّ مِنَ الصَّالِحِينَ 75 ٧٥

او په دوى كې ځینې هغه څوك دي چې له الله سره يې عهد كړى دى چې قسم دى كه هغه مونږ ته له خپله فضله څه راكړل (، نو) خامخا ضرور به خیراتونه كوو او هرومرو لازمًا به له نېكانو څخه كېږو (۷۵)

تفسیر
او ځینې منافقان هغه دي چې د الله تعالی سره یې داسې ژمنه کړې ده: که چېرې مونږ ته الله تعالی د خپل فضل څخه څه راکړل نو مونږ به په اړ خلکو باندې صدقه وکړو، او مونږ به خامخا له هغو نیکانو څخه شو چې کړنې یې سمې وي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ