سوره التوبه (توبه) (آیت 80)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




9 التوبه(التوبة)، آیت ۸۰

اسْتَغْفِرْ لَهُمْ أَوْ لَا تَسْتَغْفِرْ لَهُمْ إِنْ تَسْتَغْفِرْ لَهُمْ سَبْعِينَ مَرَّةً فَلَنْ يَغْفِرَ اللَّهُ لَهُمْ ۚ ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ كَفَرُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ ۗ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الْفَاسِقِينَ 80 ٨٠

ته د دوى لپاره استغفار وغواړه، یا د دوى لپاره استغفار مه غواړه كه ته د دوى لپاره اویا ځله هم استغفار وغواړې، نو الله به له سره دوى ته بخښنه ونه كړي، دا ځكه چې یقینًا دوى په الله او د هغه په رسول كافران شوي دي او الله فاسق (له حد نه وتونكي) قوم ته هدایت نه كوي (۸۰)

تفسیر
ای پېغمبره! دوی ته بخښنه وغواړه، او یا یې مه غواړه، نو که چېرې ته دوی ته اویا ځلې هم بخښنه وغواړې نو د دومره زیاتوالي سره هم دوی د الله تعالی بخښنه نشي تر لاسه کولای؛ ځکه چې دوی په الله او د هغه په پېغمبر کافران شوي دي، او الله تعالی هغو کسانو ته د حق توفیق او وس نه ورکوي چې د ده د شریعت څخه په قصدي ډول وتلي وي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ