سوره التوبه (توبه) (آیت 81)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




9 التوبه(التوبة)، آیت ۸۱

فَرِحَ الْمُخَلَّفُونَ بِمَقْعَدِهِمْ خِلَافَ رَسُولِ اللَّهِ وَكَرِهُوا أَنْ يُجَاهِدُوا بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنْفُسِهِمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَقَالُوا لَا تَنْفِرُوا فِي الْحَرِّ ۗ قُلْ نَارُ جَهَنَّمَ أَشَدُّ حَرًّا ۚ لَوْ كَانُوا يَفْقَهُونَ 81 ٨١

وروسته پاتې كړى شوي خلق، له رسول الله نه شا ته، په خپلو كېناستو باندې خوشحاله شول او دوى بد وګڼل دا چې په خپلو مالونو او ځانونو سره د الله په لاره كې جهاد وكړي او ويې ويل: تاسو په ګرمۍ كې (دې غزا ته) مه وځئ، ته ووایه: بېشكه د جهنم اور د ګرمۍ په لحاظ ډېر سخت دى، كه چېرې دوى پوهېدلى (۸۱)

تفسیر
د تبوک د غزا څخه پاتې شوي منافقان په دې خوشاله شول چې د الله په لار کې د جهاد څخه کیناستل او د پېغمبر علیه السلام مخالفت یې وکړ، او بد یې وګڼل چې د الله په لار کې په مال او نفس باندې داسې جهاد وکړي لکه مومنان یې چې کوي، او خپلو منافقانو ورونو ته یې پداسې حال کې وویل چې د هغوی بندوونکي وو -له جنګ څخه-: تاسو په ګرمۍ کې مه ځئ؛ ځکه چې د تبوک غزا د ګرمۍ په موسم کې وه، ته ورته ووایه -ای پېغمبره- د جهنم اور چې د منافقانو انتظار کوي له دې ګرمۍ چې دوی ترې تښتي ډېر سخت دی که چېرې پوهېږي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ