سوره التوبه (توبه) (آیت 86)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




9 التوبه(التوبة)، آیت ۸۶

وَإِذَا أُنْزِلَتْ سُورَةٌ أَنْ آمِنُوا بِاللَّهِ وَجَاهِدُوا مَعَ رَسُولِهِ اسْتَأْذَنَكَ أُولُو الطَّوْلِ مِنْهُمْ وَقَالُوا ذَرْنَا نَكُنْ مَعَ الْقَاعِدِينَ 86 ٨٦

او كله چې كوم سورت نازل كړى شي (او دا حكم په كې وي) چې په الله ایمان راوړئ او د هغه د رسول په ملګرتیا كې جهاد وكړئ، (نو) له تا نه په دوى كښی د (مالي) طاقت والا د پاتې كېدو) اجازت غواړي او وايي: ته مونږ پرېږده چې اوسو (په كورونو كې) له كېناستونكو (ښځو، ماشومانو) سره (۸۶)

تفسیر
او کله چې الله تعالی په خپل پېغمبر داسې یو سورت نازل کړي چې پر الله تعالی د ایمان راوړلو او د هغه په لاره کې د جهاد کولو امر په کې شوی وي نو د دوی څخه هغه کسان چې شتمن وي او وس لري له تا څخه د پاتې کېدو اجازه غواړي، او وایي: مونږ پرېږده چې د عذر خاوندانو لکه کمزورو او دائمي ناروغانو سره پاتې شو.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ