سوره التوبه (توبه) (آیت 93)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




9 التوبه(التوبة)، آیت ۹۳

إِنَّمَا السَّبِيلُ عَلَى الَّذِينَ يَسْتَأْذِنُونَكَ وَهُمْ أَغْنِيَاءُ ۚ رَضُوا بِأَنْ يَكُونُوا مَعَ الْخَوَالِفِ وَطَبَعَ اللَّهُ عَلَىٰ قُلُوبِهِمْ فَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ 93 ٩٣

یقینا همداخبره ده چې لار (د ملامتۍ) خو په هغو كسانو ده چې هغوى له تا نه (د پاتې كېدلو) اجازت غواړي، حال دا چې دوى غنیان دي، دوى راضي شوي دي په دې چې دوى پاتې شي له وروسته پاتې كېدونكو (ښځو، جینكو) سره او الله د دوى په زړونو مهر لګولى دى، نو دوى نه پوهېږي (۹۳)

تفسیر
کله يې چې دا بيان کړه چې پر عذر لرونکو د سزا کومه لاره نشته، هغه کسان يې ياد کړل چې د سزا او نيولو وړ دي؛ نو ويې ويل: د سزا او نيولو لار پر دغو کسانو ده چې له تا څخه ای رسوله! له جهاد څخه د پاتې کېدو اجازه غواړي، حال دا چې هغوی توان لرونکي دي د هغه څه په شتون چې چمتووالی پرې ونيسي، د ځانو لپاره يې رسوايي او سپکاوی خوښ کړي دي، چې په کور کې له پاتې شويو مېرمنو سره پاتې شي، الله يې پر زړونو مهر لګولی چې له نصيحته نه اغېزمن کيږي، هغوی د دغه مهر له امله په هغه څه نه پوهيږي چې په څه کې يې ګټه ده؛ ترڅو يې غوره کړي او په څه کې يې تاوان دی څو ترې ډډه وکړي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ