سوره التوبه (توبه) (آیت 96)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
9
التوبه(التوبة)، آیت ۹۶
يَحْلِفُونَ لَكُمْ لِتَرْضَوْا عَنْهُمْ ۖ فَإِنْ تَرْضَوْا عَنْهُمْ فَإِنَّ اللَّهَ لَا يَرْضَىٰ عَنِ الْقَوْمِ الْفَاسِقِينَ
دوى تاسو ته قسمونه خوري، د دې لپاره چې تاسو له دوى نه راضي شئ، نو كه تاسو له دوى نه راضي شئ، پس یقینًا الله له فاسق قوم نه نه راضي كېږي (۹۶)
تفسیر
دغه وروسته پاتې کېدونکي به تاسو ته ای مؤمنانو! لوړې کوي، ترڅو تاسو ترې راضي شئ او د هغوی عذرونه ومنئ؛ نو له هغوی مه راضي کېږئ، که چېرې تاسو له هغوی راضي شوئ؛ نو د خپل پالونکي مخالفت مو وکړ، ځکه هغه له داسې قوم څخه نه راضي کيږي چې په کفر او نفاق د هغه له پيروۍ وتونکی وي، نو وډار شئ ای مسلمانانو! د هغه چا څخه په راضي کېدو چې الله ترې نه راضي کيږي.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: