سوره التوبه (توبه) (آیت 98)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




9 التوبه(التوبة)، آیت ۹۸

وَمِنَ الْأَعْرَابِ مَنْ يَتَّخِذُ مَا يُنْفِقُ مَغْرَمًا وَيَتَرَبَّصُ بِكُمُ الدَّوَائِرَ ۚ عَلَيْهِمْ دَائِرَةُ السَّوْءِ ۗ وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ 98 ٩٨

او په اعرابیانو كې ځینې هغه دي چې (د الله په لار كې) څه چې خرچ كوي (هغه) تاوان ګڼي او ستاسو په باره كې د زمانې د ګردشونو انتظار كوي، په همدوى باندې دې د بدۍ ګردش وي او الله ښه اورېدونكى، ښه عالم دى (۹۸)

تفسیر
او له صحرا مېشتو منافقانو ځينې باور لري چې کوم مال د الله په لار کې لګوي، هغه زيان او تاوان دی، ځکه هغوی ګومان کوي چې که يې ولګوي بدله يې نه ورکول کيږي او که يې وګرځوي الله سزا نه ورکوي، خو له دې سره يې کله ناکله د ځان ښوونې او ځان ساتنې په موخه لګوي، او اې مؤمنانو هغوی د د دې په انتظار دي چې کوم شر درباندې را نازل شي، نو درڅخه خلاص شي، هغوی چې د کومې بدې پايلې شر او زمانې ګرځېدو هيله لري چې پر مؤمنانو دې راشي، هغه پر همدوی راتلونکي دي، نه پر مؤمنانو، الله د هغه څه اورېدونکی دی چې هغوی يې وايي، پر هغه څه پوه دی چې هغوی يې پټوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ