سوره التوبه (توبه) (آیت 99)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




9 التوبه(التوبة)، آیت ۹۹

وَمِنَ الْأَعْرَابِ مَنْ يُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَيَتَّخِذُ مَا يُنْفِقُ قُرُبَاتٍ عِنْدَ اللَّهِ وَصَلَوَاتِ الرَّسُولِ ۚ أَلَا إِنَّهَا قُرْبَةٌ لَهُمْ ۚ سَيُدْخِلُهُمُ اللَّهُ فِي رَحْمَتِهِ ۗ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ 99 ٩٩

او په اعرابیانو كې ځینې هغه دي چې په الله او په ورځ د اخرت ایمان لري او هغه څه چې (د الله په لار كې يې) لګوي، الله ته د نژدې والي او د رسول د دعاګانو اسباب ګڼي، خبردار شئ! بېشكه دا د دوى لپاره د نژدې والي سبب دى، الله به ژر دوى په خپل رحمت كې داخل كړي، بېشكه الله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى (۹۹)

تفسیر
د صحرا له اوسېدونکو ځينې پر الله ايمان لري او د قيامت پر ورځ ايمان لري، هغه څه چې د الله په لار کې يې لګوي ښېګڼې ګرځوي الله ته پرې نېږدې کيږي د رسول صلی لله عليه وسلم د دعا او د ځان لپاره د هغه د بښنې غوښتولو وسيله يې ګرځوي، خبر اوسئ د الله په لار کې د هغه لګښت او د رسول دعا د الله په وړاندې د هغه لپاره ښېګڼې دي چې له الله سره به يې بدله ومومي د الله لخوا په خپله هغه پراخه لورېينه کې په ننه اېستلو سره چې بښنې او جنت ته يې شامله ده، بېشکه الله د هغه چا بښونکی دی چې له بندګانو يې څوک توبه وباسي او پر هغوی مهربانه دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ