سوره التين (اینځر)
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ
iد الله په نامه سره (شروع كوم) چې ډېر زیات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى
وَالتِّينِ وَالزَّيْتُونِ i
قسم دى په انځر او زیتون (ښوون) باندې (۱)
وَطُورِ سِينِينَ i
او په طور سینین (غره) باندې (۲)
وَهَٰذَا الْبَلَدِ الْأَمِينِ i
او په دې امان وركوونكي/امن والا ښار باندې (۳)
لَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنْسَانَ فِي أَحْسَنِ تَقْوِيمٍ i
چې یقینًا یقینًا مونږ انسان په ډېر ښكلي صورت (او اعتدال) كې پیدا كړى دى (۴)
ثُمَّ رَدَدْنَاهُ أَسْفَلَ سَافِلِينَ i
بیا دى مونږ وګرځاوه د ښكتو ډېر ښكته (۵)
إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ فَلَهُمْ أَجْرٌ غَيْرُ مَمْنُونٍ i
مګر هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړې دي، نو د دوى لپاره نه ختمېدونكى اجر دى (۶)
فَمَا يُكَذِّبُكَ بَعْدُ بِالدِّينِ i
نو (اى د قیامت منكره!) له دې نه وروسته تا څه شى د قیامت په هكله دروغ ګڼلو ته اماده كوي؟ (۷)
أَلَيْسَ اللَّهُ بِأَحْكَمِ الْحَاكِمِينَ i
ایا الله تر ټولو لوى حاكم نه دى؟ (۸)