سوره البينة (روښانه دلیل) (آیت 4)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




98 البينة(البينة)، آیت ۴

وَمَا تَفَرَّقَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ إِلَّا مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَتْهُمُ الْبَيِّنَةُ 4 ٤

او اهل كتاب په خپل مینځ كې سره جدا (او مختلف) شوي نه وو مګر وروسته له دې چې دوى ته ښكاره دلیل راغى (۴)

تفسیر
او يهود چې تورات ورکړل شوی و او نصارا چې انجيل ورکړل شوی و وروسته تر هغه سره بېل شول، چې الله هغوی ته خپل نبي ولېږلو؛ نو ځينو يې اسلام راوړ، او ځينې يې په کفر کې له بريده واوښتل، سره له دې چې د هغه د نبي پر رېښتينولۍ پوهېدل.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ