Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 57 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 57 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


وَظَلَّلْنَا عَلَيْكُمُ الْغَمَامَ وَأَنْزَلْنَا عَلَيْكُمُ الْمَنَّ وَالسَّلْوَىٰ ۖ كُلُوا مِنْ طَيِّبَاتِ مَا رَزَقْنَاكُمْ ۖ وَمَا ظَلَمُونَا وَلَٰكِنْ كَانُوا أَنْفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ 57
ترجمه:
او مونږ په تاسو ورېځ سيورى كړه او مَن او سلوٰی (ترنجبین او مړز ډوله مرغان) مو په تاسو نازل كړل، هغه پاكیزه څیزونه خورئ، چې مونږ تاسو ته دركړي دي، او هغوى پر مونږ ظلم نه و كړى، او لېكن هم پر خپلو ځانونو يې ظلم كاوه البقره ۲:۵۷
تفسیر:
او پر تاسو باندې زمونږ له نعمتونو څخه دا هم دي چې مونږ ورېځ (ددې لپاره) راولېږله تر څو له سوځونوکي لمو څخه پر تاسې سیوری شي، کله چې په زمکه کې ورک شوي وئ (لاره مو ورکه کړې وه) او مونږ له خپلو نعمتونو څخه پر تاسو د شاتو په څېر خواږه څښاک او واړه مرغان پاکې غوښې لرونکي چې د مړزانو په څېر دي نازل کړل، او تاسو ته مو وویل: وخورئ له هغه پاکو شیانو څخه چې مونږ تاسو ته درکړي دي. او دوی د دې نعمتونو په انکار او نا شکرۍ سره له مونږ څخه هېڅ کم نه کړل، لیکن دوی په خپلو ځانونو تېری وکړ چې د نېکۍ نصیب یې کم شو او عذاب ته یې ځانونه وړاندې کړل.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 56 راتلونکې البقره • آیت 58