Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 58 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 58 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


وَإِذْ قُلْنَا ادْخُلُوا هَٰذِهِ الْقَرْيَةَ فَكُلُوا مِنْهَا حَيْثُ شِئْتُمْ رَغَدًا وَادْخُلُوا الْبَابَ سُجَّدًا وَقُولُوا حِطَّةٌ نَغْفِرْ لَكُمْ خَطَايَاكُمْ ۚ وَسَنَزِيدُ الْمُحْسِنِينَ 58
ترجمه:
او كله چې مونږ وویل: دې كلي ته ورننوځئ، نو چرته چې مو خوښه شي، ترې پرېمانه يې خورئ او په دروازه كې داخل شئ، چې سجده كوونكي یئ او وایئ ’’مونږ وبخښه‘‘ مونږ به تاسو ته ستاسو ګناهونه وبخښو، او ژر ده چې مونږ به نېكانو ته (ثواب) نور زیات وركړو البقره ۲:۵۸
تفسیر:
او د الله تعالی له نعمتونو څخه دا هم یاد کړئ چې مونږ تاسو ته وویل: بیت المقدس ته ننوځئ او له هغو پاکو شیانو څخه چې هلته دي وخورئ ، له هر ځایه مو چې خوښه وي خوندور او پراخه، او د ننوتلو پر مهال په رکوع او عاجزئ سره ننوځئ او له الله تعالی څخه غوښتنه وکړئ او داسې ووایئ: اې زمونږه ربه! زمونږ تېروتنې وبښه؛ مونږ به ستاسو دعاګانې قبولې کړو او زر ده چې د نېکي کوونکو په کړنو کې به د هغوی د نېکیو برابر ثواب ور زیات کړو.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 57 راتلونکې البقره • آیت 59