Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الأنبیاء — آیت 89 (پښتو) — ویډیو

الأنبیاء • آیت نمبر 89 (ټولې 112 آيتونه) • پښتو


وَزَكَرِيَّا إِذْ نَادَىٰ رَبَّهُ رَبِّ لَا تَذَرْنِي فَرْدًا وَأَنْتَ خَيْرُ الْوَارِثِينَ 89
ترجمه:
او (یاد كړه) زكریا كله چې هغه خپل رب ته اواز وكړ: اى زما ربه! ما يواځې (بې اولاده) مه پرېږده او ته ترټولو غوره وارث يې الأنبیاء ۲۱:۸۹
تفسیر:
او یاده کړه -ای پېغمبره- قصه د زکریا -علیه السلام- کله چې یې د خپل رب نه دعا وغوښته داسې یې ووېل: ای ربه زما! مه پرېږده ما لره یوازې چې هیڅ بچی مې نه وي، او یقېنا ته غوره د باقي پاتي کېدونکو څخه یې، نو ما لره یو بچې راکړه چې زما څخه وروسته پاتې شي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الأنبیاء • آیت 88 راتلونکې الأنبیاء • آیت 90