Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الأنبیاء — آیت 90 (پښتو) — ویډیو

الأنبیاء • آیت نمبر 90 (ټولې 112 آيتونه) • پښتو


فَاسْتَجَبْنَا لَهُ وَوَهَبْنَا لَهُ يَحْيَىٰ وَأَصْلَحْنَا لَهُ زَوْجَهُ ۚ إِنَّهُمْ كَانُوا يُسَارِعُونَ فِي الْخَيْرَاتِ وَيَدْعُونَنَا رَغَبًا وَرَهَبًا ۖ وَكَانُوا لَنَا خَاشِعِينَ 90
ترجمه:
نو مونږ د هغه دعا قبوله كړه او مونږ هغه ته یحيٰى عطا كر او د هغه لپاره مو د هغه ښځه روغه كړه، بېشكه دوى (نبیان داسې) وو چې په نېكیو كې به يې تلوار كاوه، په دې حال كې چې رغبت كوونكي او وېرېدونكي وو او دوى خاص زمونږ لپاره تواضع كوونكي وو الأنبیاء ۲۱:۹۰
تفسیر:
نو مونږ د هغه دعا قبوله کړه، او هغه ته مو یحیی زوی ورکړ، او د هغه ښځه مو دې ته برابره کړه، نو وروسته د شنډوالي د هغې نه بچی راوړونکې شوه، بېشکه زکریا او بي بي د هغه او زوی د هغه وو دوی ټول چې تلوار به یې کاوه د خیر کارونو کې، او وو دوی چې رابللو به یې مونږ په داسې حال کې چې امېد به یې لرلو زمونږ د ثوابونو، او وېرېدل به زمونږ له عذابه، او وو دوی چې مونږ ته به یې عاجزي کوله.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الأنبیاء • آیت 89 راتلونکې الأنبیاء • آیت 91