Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الشعراء — آیت 49 (پښتو) — ویډیو

الشعراء • آیت نمبر 49 (ټولې 227 آيتونه) • پښتو


قَالَ آمَنْتُمْ لَهُ قَبْلَ أَنْ آذَنَ لَكُمْ ۖ إِنَّهُ لَكَبِيرُكُمُ الَّذِي عَلَّمَكُمُ السِّحْرَ فَلَسَوْفَ تَعْلَمُونَ ۚ لَأُقَطِّعَنَّ أَيْدِيَكُمْ وَأَرْجُلَكُمْ مِنْ خِلَافٍ وَلَأُصَلِّبَنَّكُمْ أَجْمَعِينَ 49
ترجمه:
(فرعون) وویل: تاسو په ده ایمان راوړ مخكې له دې نه چې زه تاسو ته اجازت دركړم، بېشكه دا یقینًا ستاسو هغه مشر دى چې تاسو ته يې جادو ښودلى دى، نو یقینًا تاسو به ژر پوه شئ، خامخا هرومرو به زه ستاسو لاسونه او ستاسو پښې، ادل بدل پرې كړم، او زه به خامخا هرومرو تاسو ټول په دار كړم الشعراء ۲۶:۴۹
تفسیر:
فرعون، د کوډګرو د ايمان پر بد ګيلو سره وويل: آيا تاسو مخکې له دې چې زه اجازه درته وکړم پر موسی ايمان راوړ؟! پرته له شکه همدغه موسی ستاسو هغه مشر و چې تاسو ته يې کوډې درښودلې وې او تاسو ټول په يوه خوله شوي ياست تر څو د مصر خلک له خپل ښاره وباسئ؛ نو ژر به پوه شئ چې زه څنګه سزا درکوم، هرومرو به د هر يوه د يو لوري پښه د بل لوري لاس چې ښۍ پښه او چپ لاس يا سرچپه ور پرې کړم، او هرومرو به تاسو ټول د خرماوو پر ونو را وځړوم او هيڅوک به له تاسو پرې نه ږدم.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الشعراء • آیت 48 راتلونکې الشعراء • آیت 50